د کابل به میربچه کوټ ولسوالۍ کې د ۹ ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۹:۲۱
د کابل به میربچه کوټ ولسوالۍ کې د ۹ ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د کابل ولایت میربچه کوټ ولسوالۍ په ورزشي پارک کې د ۹ ولایتونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې یوه ورځ یې دوام وکړ له بلخ، بغلان، غزني، ننګرهار، کاپیسا، پروان، پنجشیر، کابل او لوګر ولایتونو څخه د لویانو په کټګورۍ کې د مختلفو وزنونو ۳۰ ورزشکارانو ګډون کړی و.

د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس الحاج مولوي عبدالودو حقاني، د میربچه کوټ ولسوالۍ ولسوال قاري فدامحمد فدایي، د دغې ولسوالۍ دولتي مسوولین او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

په پیل کې د نوموړي ریاست عمومي رییس الحاج مولوي عبدالودود حقاني خبرې وکړې ویې ویل: یو ځل بیا د خوښۍ احساس کوم، چې ستاسو په منځ کې یم او دغه ورزشي برنامه ستاسو ترڅنګ له نیږدې ګورم.

هغه زیاته کړه: ورزش د ولایتو، ولسوالیو او کلیو ترمنځ د اړیکو وسیله ده، کوشش باید وکړو چې ورزش ته وده او پرمختګ ورکړو؛ ترڅو دغه ارتباطي پول نور هم قوي او لا مستحکم شي.

د دغو سیالیو موخه په ایران هیواد کې د سوک وهنې سیالیو لپاره د غوره ورزشکارانو موندل وو، چې په پایله کې به څلور غوره ورزشکاران وټاکل شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS