د چین په کوربتوب د ووشو په اسیایي سیالیو کې افغان ووشوکارانو دوه مډالونه وګټل

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۹:۹
د چین په کوربتوب د ووشو په اسیایي سیالیو کې افغان ووشوکارانو دوه مډالونه وګټل

د چین هیواد د شانګ های ښار په کوربتوب د نویو ځوانانو او ځوانانو د ووشو دوولسم پړاو په اسیایي سیالیو کې افغان ووشوکارانو یو د نقرې او یو د برنزو مډال وګاټه.

په دغو سیالیو کې " محمد طه اسحاقي " د تالو په سبک کې د مکاو او برونای هیواد سیالانو ته ماته ورکړه او د نقرې مډال یې وګاټه، همدارنکه احمد اکبري په ساندا سبک او ۵۲ کیلو وزن کې له یوه استراحت او ترکمنستاني سیال ته په ماتې ورکولو سره د برنزو مډال په خپل نوم کړ، که چېرته اکبري سبانۍ سیالي له چین تایپي سیال څخه وګټي؛ نو د نقرې مډال به ترلاسه کړي.

په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه د ووشو اووه کسیزې لوبډلې ګډون کړی، چې پنځه ورزشکاران او دوه د اړوند فدراسیون استازي پکې شامل دي. یادې سیالۍ د روانې

میلادي میاشتې تر ۳۰ مې نېټې دوام کوي.

ـــــــــــــ

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۲۲
Background image

کندز؛ ارچي ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ به لوري د ياد ولايت په ارچي ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قلعه زال لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه.

د سیالۍ په پای. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۵۶
Background image

کاپیسا کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د قا.ري نجات فاروقي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د خزاني جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې درې ورځې مخکې پيل شوې. . .

BACK TO NEWS