د چارو ادارې عمومي ریاست د فوټسال رمضان جام سیالیو اتلولي د مالي چارو ریاست لوبډلې خپله کړه

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۷:۲۵
د چارو ادارې عمومي ریاست د فوټسال رمضان جام سیالیو اتلولي د مالي چارو ریاست لوبډلې خپله کړه

د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت په‌ مالي ملاتړ د‌ چارو ادارې عمومي ریاست له‌ لوري د فوټسال رمضام جام سياليو اتلولي د یادې ادارې د مالي ریاست لوبډلې خپله کړه.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدران، د چارو ادارې د دفتر رئیس مولوي محمد حنان حقاني، د یادو ادارو رئیسانو، ورزشکارانو او کارمندانو ګډون کړی و.

د دغو سیالیو پایلوبې ته د چارو ادارې د مالي ریاست او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ریاست لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې د مالي ریاست لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۶-۴ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

دغه سیالۍ د روژې میاشتې په لومړیو کې پیل او نن پای ته ورسېدې.

هېره دې نه وي چې په پای کې د دواړو ادارو د مسوولینو له لوري غوره لوبډلو، لوبغاړو، لوبڅارانو ته کپونه، مډالونه، ستاینلیکونه او نقدي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۹
Background image

بادغیس کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د حماسه کلب لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۳
Background image

پکتيکا؛ په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۶:۲
Background image

بلخ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې. . .

BACK TO NEWS