د چارو ادارې د‌ فوټسال سياليو په دوام نننۍ لوبه د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رياست لوبډلې وګټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۹:۲۸
د چارو ادارې د‌ فوټسال سياليو په دوام نننۍ لوبه د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رياست لوبډلې وګټله

د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د افغان بيسيم مخابراتي شبکې په‌ مالي ملاتړ د‌چارو ادارې له‌ لوري د فوټسال رمضام جام سياليو په‌ دوام، نننۍ لوبه د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رياست لوبډلې وګټله.

دغه سيالۍ چې له څو ورځو راپدېخوا پيل شوې دي، په‌ نننۍ لوبه کې د اداري فساد پر وړاندې د‌ مبارزې رياست لوبډلې خپلې سيالې د فرهنګي چارو رياست لوبډلې ته د ۵/۴ ګولونو په‌ توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې د‌ دغو سياليو موخه د‌ چارو ادارې د‌ کارمندانو ترمنځ د همغږي رامنځته کول او همدارنګه فوټسال ورزش ته وده ورکول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS