د پکتیا ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست د ۱۴۰۱ هــ ل کال راپور

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۱۱:۶
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست د ۱۴۰۱ هــ ل کال راپور

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست په ۱۴۰۱ ه ل کال کې د ورزشي کړنو او نویو نوښتونو د رامنځته کولو په برخه د خپلو هڅو او ايستلي زيار په اساس توانیدلی، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې د ورزش په برخه کې په لویه او وړه کچه له غوره لاسته راوړنو سره- سره نوي نوښتونه رامنځته کړي او په دې برخه یو له غوره لاسته راوړوونکو ریاستونو څخه شمېرل کیږي.

اوس مهال په پکتیا ولایت کې (۵۰) ورزشي رشتې او(۹۶۰)ورزشي کلبونه چې له ډلې یې د ټېپ بال کرکټ(۵۷۰) والیبال (۱۳۰)، فوټبال (۱۱۰) ملي او عنعنوي (۳۰) او پاتې (۱۲۰) رزمي او غیرې رزمي کلبونه، په رسمي او غیر رسمي ډول ورزشي فعالیت لري،چې د ورزشکارانو تعداد یې زرګونو ته رسیږي . د یاد ولایت ورزشکارانو په ۱۴۰۱ ه ل کال کې د هیواد په ملي ټاکنیزو سیالیو کې ۱۳ اول مقامونه ، ۵ دويم مقامونه او ۳۰ ورزشکارانو درېیم مقامونه په خپل نوم کړي. همدارنګه د (پانکریشن ،پاورلیفټینګ ،نیزه بازي) ملي ټاکنیزو سیالیو کې د هیواد په کچه درېیم مقامونه ترلاسه کړي دي.

د پکتیا ولایت د بدنې روزنې او سپورټ ریاست په تېر ۱۴۰۱کال کې له بېلابېلو ورزشي رشتو سره په همغږۍ (۳۳۰) ورزشي پروګرامونه ترسره کړي دي.

ملي ټاکنیزي او د ولایت په کچه لوی ورزشي پروګرامونه:

د پکتیا ولایت د ورزش ریاست په ۱۴۰۱ کال کې د پانکرئشن او پاورلفټینګ ملي لوبډلو د غوراوي سیالیو د کوربتوب ترڅنګ (۱۲) لوی ورزشي پروګرامونه نیولي دي، چې په لاندې ډول دي:

۱ـ د ۱۴۰۱/۶/۱۱نېټه د ۱۳ولایتونو ۱۱۰ ورزشکارانو د پاورلفټینک ملي لوبډلې د غوراوي سیالیو ترسره کول.

۲- د ۱۴۰۱/۵/۳۱نېټه د ۱۵ولایتونو ورزشکارانو په ګډون د پانکرېشن ملي لوبډلې د غوراوي سیالیو ترسره کول.

۳ـ ۱۴۰۱/۶/۱۳ نېټه د څلور ولایتونو ترمنځ د ښېرازه افغانستان په نوم د والیبال سیالۍ.

۴ـ د ۱۴۰۱/۱۲/۶ نېټه د شپږ ولایتونو ترمنځ د امن اختر په نوم د والیبال سیالیو ترسره کول.

۵ـ د ۱۴۴۴/۱۲/۶ نېټه د پکتیا ولایت د دولتې ادارو ترمنځ د همغږۍ په نوم ټورنمنټ ترسره کول.

۶ـ د ۱۴۰۱/۳/۹ نېټه د څلور ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالیو ترسره کول.

۷ـ د ۱۸ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د امن اختر په نوم د سپورټ سبک سیالیو ترسره کول.

۸ـ د ۱۴۰۱/۳/۲۲نېټه د شپږ ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د GSC سازمان سیالیو ترسره کول.

۹ـ د ۱۴۰۱/۵/۶ نېټه د ۲ولایتونو ۲۹کلبونو ترمنځ د کیک بکسینګ سیالیو ترسره کول.

۱۰ـ د ۱۴۰۱‍/۱۰/۴نېټه د څلور ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د کیک بکسینګ سیالیو ترسره کول.

۱۱- ۱۴۰۱/۵/۴نېټه د څلور ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د K1 سیالیو ترسره کول.

۱۲ـ د ۱۴۰۱/۶/۱۲ نېټه د پنځو ولایتونو ترمنځ د K1 سیالیو ترسره کول.

۱۳ـ د ۱۴۰۱/۵/۶نېته د څلور ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالیو ترسره کول.

ملي او عنعنوي لویي لوبې:

په پکتیا ولایت کې د نورو ورزشي لوبو ترڅنګ ملي عنعنوي لوبو ته هم پاملرنه شوې، چې ځینې یې په لاندې ډول دي.

۱ـ د ۱۴۴۳/۱۲/۲ نېټه د درېیو ولایتونو ترمنځ د نېزې وهنې سیالیو ترسره کېدل.

۲- د ۱۴۴۳/۱۰/۳ نېټه د پنځو ولایتونو ترمنځ د نېزې وهنې سیالیو ترسره کېدل.

۳- د ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ نېته د محلي غېږنیونې سیالیو ترسره کول.

۴- د ۱۴۰۱/۸/۲۱ نېته د خپلواک افغانستان په نوم د تيږي غورځولو سیالۍ ترسره کول.

ورځیني ورزشي فعالیتونه:

په پکتیا ولایت کې په تېر ۱۴۰۱ کال د لویو ملي او عنعنوي لوبو ترڅنګ په مرکز او ولسوالیو کې د بېلابېلو ورزشي فدراسیونو تر ۳۲۱پورې منتخبه، دوستانه، نمایشې سيالۍ او ټورنمنټونه ترسره شوې دي، چې په لاندې ډول دي:

د پکتیا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴۰ منتخبې، ۱۳۹ دوستانه، ۶۲ټورنمنټونه، ۴۰ملي او عنعنوي سیالۍ او ۴۰نمایشې ورزشي پروګرامونه ترسره شوي دي.

سیمنارونه:

د پکتیا د بدني روزنې او سپورټ ریاست د نورو ورزشي پروګرامونو ترڅنګ د بېلابېلو فدراسیونونو له لوري ۲۵رسمي سیمنارونه وړاندې کړي، همداراز د هر فدراسیون له منتخبه او لویو دوستانه سیالیو څخه وړاندې ورزشکارانو ته ۱۰ ښوونیز سیمنارونه ترسره شوي دي.

ورزشي پرمختګ او د عنعنوي لوبو را ژوندي کول:

د پکتیا ورزش ریاست په ۱۴۰۱ کال کې د خوسي، تيږي غورځولو، محلي غېږنیونې، ځغاستې او نیزې وهنې ملي او دودیزې سیالۍ بېرته را ژوندۍ او اساس نامې ورته جوړي شوې دي، د دې ترڅنګ لیرې پرتو ولسوالیو ته لکه سید کرم، میرزکه، احمد خېل، څمکني، زرمت او ځاځي اریوب ته د ورزش غځول له لاسته راوړنو څخه دي.

له ادارو سره د همغږۍ هوکړو لاسلیک کول:

د پکتیا ورزش ریاست په ۱۴۰۱ کال کې د پکتیا پوهنتون، زم زم پوهنتون، اطلاعاتو کلتور ریاست سره دوه اړخیزي هوکړي لاسلیک کړی دی، چې له مخې به یې ورزشکارانو ته د یو بل له امکاناتو او ورزشي جمنازیومونه څخه د قانوني استفادې، جسمي او فکري روزنې ترڅنګ زم زم پوهنتون ته د لوړو زده کړو په موخه په ۵۰سلنه تخفیف د ورزشکارانو ورپېژندل د ورزشي پروګرامونو خبرې پوښښ شامل دی.

نېزه مهالنۍ ورزشي چاپي رسنۍ:

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست په خواله رسنیو د ورزشي پروګرامونو د پوښښ ترڅنګ د (نېزه ورزشي مهالنۍ) په نوم د چاپي رسنۍ د جواز کارونه ۵۰سلنه بشپړ کړي، چې په نږدې راتلونکي کې به یي لومړۍ ګڼه چاپ شي.

د پکتیا ولایت د ورزش ریاست اوس مهال یو نیم کاره ورزشي جمنازیوم لري، چې د رغونې کارونه یې پخوا ۳۰سلنه ترسره شوي او نیمګړی پاتې دی. همدارنګه یاد ولایت دوه ورزشي سټډیمونه لري، چې یو يې په مرکز ګردېز او بل هغه یې په څمکنیو ولسوالۍ کې موقعیت لري او وخت ناوخت د ورزشي برنامو لپاره ترې استفاده کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۵۲
Background image

د تکواندو اته کسیزه لوبډله اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه

د افغانستان تکواندو اته کسیزه لوبډله، چې دوه روزونکي او شپږ ورزشکاران پکې شامل دي، اسیایي سیالیو ته د لار موندنې په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه.

دغې لوبډلې له تګ وړاندې د هېواد د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ییزې غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۸
Background image

ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې له دوو لوبډلو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایله کې. . .

BACK TO NEWS