د پکتیا د هاکي رمضان جام سیالیو اتلولي پکتیا اتلانو لوبډلې په خپل نوم کړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۸:۴۳
د پکتیا د هاکي رمضان جام سیالیو اتلولي پکتیا اتلانو لوبډلې په خپل نوم کړه

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست او هاکي فدراسیون له لوري د پکتیا پوهنتون په ورزشي جمنازیوم کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالیو اتلولي پکتیا اتلانو خپله کړه.

د دغو سیالیو پایلوبې ته پکتیا اتلانو او پکتیا ځوانانو لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې پکتیا اتلانو خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د پکتیا ولایت ورزشي مسولینو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

هېره دې نه وي، چې یادې سیالۍ د روژې میاشتې په لومړيو کې پیل شوې وې او موخه یې هېواد والو ته د یووالي او پخلاینې فکر ورکول وو.

په پای کې اتلې لوبډلې او غوره ورزشکارانو ته ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS