د پکتيکا په پوهنتون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۳:۳۶
د پکتيکا په پوهنتون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولتي پوهنتون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د اقتصاد پوهنځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د اقتصاد، انجينري، ښوونې او روزنې، کرنې، شرعياتو پوهنځيو او د اداري کارمندانو لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې اقتصاد پوهنځي لوبډلې خپلې سيالې ښوونې او روزنې پوهنځي لوبډلې ته د ۱/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

ياده دې وي، چې دغو سياليو يوه اوونۍ دوام وکړ او په پای کې لومړي او دويم مقام گټوونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS