د پکتيا په مرکزي زندان کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مرکزي زندان کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د انوري او شباب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې انوري لوبډلې د ٢ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې شباب لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دغه سيالۍ د زندانيانو د جسمي روزنې او د هغوی لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې لس ورځې به دوام وکړي.