د پهلوانۍ پنځه کسیزه لوبډله په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه بحرین ته روانه شوه
د پهلوانۍ پنځه کسیزه لوبډله د نویو ځوانانو درېیم پړاو اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه بحرین هېواد ته روانه شوه.
په دغه لوبډله کې د پهلوانۍ ملي فدارسیون رییس قاري حیاتالله رحماني، یو روزونکی او درې لوبغاړي شامل دي.
د نویو ځوانانو درېیم پړاو اسیایي سیالۍ، چې په ۲۷ ورزشي رشتو کې به ترسره شي، له افغانستان څخه به نږدې ۵۰ ورزشکاران په اتو ورزشي رشتو کې سیالۍ وکړي.
د ویلو ده، چې دغه سیالۍ د بحرین په کوربهتوب د ۴۵ هېوادونو په ګډون نن( د اکتوبر ۲۲مه) پیلېږي او تر ۳۱ مې نېټې به دوام وکړي.
