د پهلوانۍ ملي فدراسیون نوی رییس معرفي او په کار يې پیل وکړ
د هیواد د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست د رهبرۍ له لوري قاري حیات الله رحماني د پهلوانۍ ملي فدراسیون غړو ته، د یوې غونډې په ترڅ کې د نوي رییس په توګه معرفي او په کار يې پیل وکړ.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست د رییس مولوي احمد الله وثیق ترڅنګ د رهبري غړو، د فني او مسلکي ریاست استازو، د پهلوانۍ فدراسیون غړو او ورزشکارنو ګډون کړی وو.
د دغې ناستې په پیل کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست رئيس مولوي احمدالله وثیق ګډونوالو ته ښه راغلاست ترڅنګ وویل: په هره اداره او ارګان کې د مسوولینو او کارکوونکو بدلون یو اصل دی، دا په دې مانا نه ده چې د پخواني کس کړنې نقد کړو بلکي بدلون د دې لپاره وي چې په یاده برخه کې لا ښه تحول رامنځته شي.
ښاغلي وثیق همداراز پهلواني سنتي لوبه یاده کړه او زیاته يې کړه، چې دا یوازینۍ لوبه ده، چې زیات مینوال لري. ده وویل: موږ هڅه کوو چې خپلو هیوادوالو او د دې برخې مینوالو ته لا زیات کار وکړو او دغه برخه لا پیاوړې کړو.
ورپسې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران خبرې وکړې او د یاد فدراسیون غړو ته یې ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې به لا زیاتې هلې ځلې او له دوی سره ممکنه همکاري کوي.
د یادې غونډې په پای کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، چې د پهلوانۍ فدراسیون د نوي رییس په توګه معرفي شو د فدراسیون غړو ته وویل: زه د خادم شخص په شان ستاسو په خدمت کې یم، تاسو راسره همکار او همغږي پاتې شئ او دغه برخه به په ټولو او ګډه راپورته کوو او پرمختګ ته به یې په ګډه کار کوو. ده همداراز زیاته کړه: زه پرته له تاسو هېڅ یم، تاسو به یاست او زه به ستاسو پرمټ دغه مسوولیت په ښه ډول مخکې وړم.
د یادونې وړ ده چې په پای کې د پهلوانۍ د کلبونو مسوولینو او د همدې فدراسیون استازو له نوي رییس قاري حیات الله رحماني سره ژمنه وکړه چې له ده سره به اوږه په اوږه د دغې برخې د ودې په پار کار کوي.
یاده دې وي چې قاري حیات الله رحماني تردې وړاندې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست د ورزشي مشاور او رزمي ورزشونو ملي فدراسیون د رییس په توګه دندې ترسره کړې او په نړۍوالو اړیکو کې یې د ماسټرۍ ترکچې زده کړې کړې دي.
