د پارالمپیک دوه افغان لوبغاړي د تمریناتو په موخه جاپان ته روان شول

د افغانستان د پارا المپیک، د پارا تکواندو څانګې دوه لوبغاړي علي سجاد همراز او محمد د تمریناتو په موخه جاپان ته روان شول.
دغه تمرینات به د راتلونکې میلادي میاشتې پر اتمه پیل شي او تر ۱۴مې نېټې به دوام وکړي، چې د ۲۰۲۶المپیکي سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه یې ترسره کوي.
د ۲۰۲۶ میلادي کال المپیکي سیالۍ به د جاپان هېواد په کوربهتوب ترسره شي، چې ګڼ اسیایي هېوادونه به ګډون پکې وکړي..