د ٢٠٢٦ نړيوال جام په مقدماتي سیالیو کې د ګډون په موخه د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې ټاکنيز تمريني کمپ پيل شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۹:۲۰
د ٢٠٢٦ نړيوال جام په مقدماتي سیالیو کې د ګډون په موخه د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې ټاکنيز تمريني کمپ پيل شو

په کابل کې د ٢٠٢٦ نړيوال جام مقدماتي سیالیو او اسيا ملتونو جام سیالیو کې د ګډون او لوبېدو په موخه د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې ټاکنيز تمريني کمپ پيل شو.

د تمريني کمپ د پرانيستې په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر او د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او فوټبال فدراسيون مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ ګډون درلود.

مولوي احمدالله وثيق د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو ته په خبرو کې وويل؛" موږ يو خپلواک هېواد او خپلواک نظام لرو دلته په افغانستان کې زموږ د هېواد فوټبال ملي لوبډلې د برخليک په اړه تصميم نيونې او مسير ټاکلو زمينه برابره شوې، موږ هيچا ته اجازه نه ورکوو، چې زموږ د ملي لوبډلې واګي په لاس کې واخلي."

په دې تمريني کمپ کې د افغانستان پر لوبغاړو سربېره په ايران او استراليا کې مېشت افغان لوبغاړي هم ګډون لري، ټاکل شوې هغه افغان لوبغاړي چې په بهرنيو ليګونو کې لوبيږي په قطر کې په جوړېدونکي تمريني کمپ کې له افغان لوبغاړو سره يو ځاى شي.

د غه تمريناتي کمپ د ٢٠٢٦ نړيوال جام مقدماتي سیالیو او د سعودي عربستان په کوربتوب د ٢٠٢٧ اسيا ملتو جام کې د هېواد فوټبال ملي لوبډلې د ګډون او لوبېدو لپاره دغې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه ترسره کېږي.

د نړيوال جام په مقدماتي سیالیو کې د نړۍ ٣٢ لوبډلې په اتو څلور ټيمي ګروپونو کې سره لوبيږي، چې افغانستان به په A ګروپ کې له قطر، کويټ او هند هېوادونو له لوبډلو سره ولوبيږي.

په دغو سياليو کې به هره لوبډله په خپل ګروپ کې دوې د تګ راتګ لوبې وکړي، چې له هر ګروپ څخه به دوې غوره لوبډلې د ٢٠٢٦ نړيوال جام مقدماتي سیالیو او د عربستان ٢٠٢٧ اسيا ملتونو جام ته لار پیدا کړي.

د دې سیالیو لومړنۍ لوبه د قطر پر وړاندې د یاد هيواد په کوربتوب په الریحان لوبغالي کې د نومبر پر ۱۶ مه ترسره کیږي.

همداراز د افغانستان دويمه لوبه به د دې هېواد په کوربتوب د کويټ پر وړاندې د نومبر په ٢١ نېټه په سعودي عربستان کې ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS