د يما پطرول افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليگ په شپږمه ورځ درې سيالۍ وشوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۴۸
د يما پطرول افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليگ په شپږمه ورځ درې سيالۍ وشوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول افغانستان اووم پړاو ليگ سياليو شپږمه ورځ د بغلان، کندز او بدخشان لوبډلو په برياوو پای ته ورسېده.

د وزلوبې اووم پړاو ليگ سياليو په څوارلسمه لوبه کې بغلان لوبډلې سيالې بلخ لوبډلې ته د ۹ پر ۲ امتيازونو په توپير، پنځلسمه سيالي کې کندز لوبډلې سيالې پنجشېر لوبډلې ته د ۹ پر ۳ امتيازونو په توپير او په شپاړلسمه لوبه کې بيا بدخشان لوبډلې خپلې سيالې هرات لوبډلې ته د ۲۰ پر ۳ امتيازونو په توپير ستره ماتې ورکړه او برياوې يې خپلې کړې.

د دغه ليگ اتو غوره لوبډلو پړاو د کندز، بلخ، هرات، بغلان، پنجشېر، بدخشان، سرپل او تخار لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې سبا ورځ به هم درې مهمې سيالۍ وشي.

د ويلو ده، چې د يما پطرول افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليگ د بهرنيو چاپندازانو په گډون د کندز، فارياب، بلخ، بدخشان، تخار، باميان، سرپل، پنجشير، سمنگان، بغلان او هرات لوبډلو ترمنځ شپږ ورځې مخکې پيل شوي او څلور ورځې به نور هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۷
Background image

ننګرهار کې د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار فوټبال لوبغالي کې له ننګرهار او لغمان ولایتونو د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

دا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۴۳
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ځغاستې سیالي وشوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې يوه ورځينۍ سيالي وشوه.

دا سیالي،. . .

BACK TO NEWS