د وزن پورته کولو نړیوال فدراسیون ټاکنې

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱ - ۱۰:۱۳
د وزن پورته کولو نړیوال فدراسیون ټاکنې

چهارشنبه ، مرغومی ١مه ، ١٤٠٠

سمیر هیبت

د وزن پورته کولو نړیوال فدراسیون ټاکنې به د جون په ۲۴ او ۲۵ ترسره شي.

د وزن پورته کولو نړیوال فدراسیون د ټاکنو وروستۍ نېټه اعلان کړه.

د نړۍ د وزن پورته کولو فدراسیون عمومي کانګریس د دغه فدراسیون د ټاکنو د مهال ویش د معلومولو په موخه رابلل شوی و او په پای کې د ټاکنو وروستۍ نیټه اعلان شوه.

۶۹ هېوادونو په حضوری توګه او ۳۲ هېوادونو په انلاین ډول ګډون کړی و.

د نړۍ د وزن پورته کولو فدراسیون د مسوولينو په وینا، ټاکنې به د جون په 24 او 25، 2022 (د چنګاښ 4-5، 1401) ترسره شي.

د نړیوال فدراسیون فوق العاده کانګرس به د جنوري په 30 ( 10 سلواغه ) ترسره شي.

د کانګرس اجنډا به د ټاکنو پروسې ګړندۍ کول او د نړیوال فدراسیون په قانون کې تعدیلات راوستل وي.

د کاندیدانو لپاره د نوم لیکنې غوښتنه د مارچ 2 (د کب 11) ده او د کاندیدانو د وړتیا بیاکتنې وروستۍ نیټه د اپریل 30 (د غویی 10) ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۳:۴۷
Background image

سمنگان؛ مرکز ايبک ښار کې د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د ملي سوداګر احمد اميد له لوري په مرکز ايبک ښار کې د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۹:۳۸
Background image

سمنگان؛ مرکز ايبک ښار کې د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د ملي سوداګر احمد اميد له لوري په مرکز ايبک ښار کې د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۱
Background image

هرات؛ مرکز ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کونګ فو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS