د ورزش د تاریخ تر ټولو ډېر عمر لرونکی ورزشکار: تر ۶۰ کلنۍ ورزش کوم
۵۶ کلن کازویوشي ميورا بریدګر جاپاني لوبغاړي اعلان کړی، چې غواړي تر ۶۰ کلنۍ پورې ورزش وکړي.
میورا تېره میاشت د اولیوایرنسه لوبډلې په ترکیب کې له ګډون وروسته د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکی لوبغاړی شو او هوډ لري چې دا ریکارډ لا هم پیاوړی کړي.
نوموړی د فوټبال د نړۍ مشهور او د اوږدې مخينې لرونکی لوبغاړی دی، کازویوشي میورا په ۱۹۶۷ کال کې زېږېدلی او د جاپان په غوره لیګ کې يې د 16 کلونو لپاره د یوکوهاما FC لپاره تر لوبو کولو وروسته د یاد هېواد په څلورم لیګ کې د سوزوکا پواینټ ګټرز لپاره لوبې کړي او له هغه وروسته د پرتګالي فوټبال دوهم لیګ ته لاړ ترڅو د اولیوایرنس لپاره لوبه وکړي.
اوله خبري اژانس په یوه راپور کې د جاپاني فوټبالر د بې ساري شخصیت د فعالیت په اړه لیکي او د هغه راتلونکي پلانونه یې افشا کړي. میورا دې حقیقت ته په اشارې سره چې هغه لاهم له لوبې کولو څخه خوند اخلي او د ستړیا احساس نه کوي ، وویل: زه لاهم په دې لټه کې یم چې خپل فوټبال ته دوام ورکړم او زه پلان لرم چې تر 60 کلنۍ پورې لوبه وکړم.
میورا په ملي ډګر کې هم یو ځلانده تاریخ لري او ۹۱ ځله یې د جاپان د ملي لوبډلې کمیس سره د لوبې ډګر ته ښکته شوی او ۵۱ ګولونه یې ترسره کړي دي. په 1992 کې، هغه د سامورایي کلپ سره د آسیا د ملتونو جام اتلولي ترلاسه کړې خو تر اوسه یې د نړیوال جام اتلولي نه ده ګټلې.
