د ورزش ادارې هیئت؛ د ایران په مشهد ولایت کې له افغان مهاجرو ورزشکارانو سره ناسته وکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۹:۳۷
د ورزش ادارې هیئت؛ د ایران په مشهد ولایت کې له افغان مهاجرو ورزشکارانو سره ناسته وکړه

ایران ته د افغان مهاجرو ورزشکارانو د ستونزو او اختلافاتو د حل او ورزش ته د پراختیا په موخه د الميیک ملي کمیټې او سپورټ عمومي ریاست درې کسیز هیئت له ورزشکارانو سره د ناستو پر دوام، د یاد هیواد په مشهد ولایت کې د ۱۹ ورزشي رشتو له مسئولینو او مخکښو ورزشکارانو سره ناسته وکړه او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.

دغه درې کسیز هیئت، چې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د پلان او پالیسۍ رئیس محمدحنیف حنفي او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي امر محمدنعیم پرهیز پکې شامل دي، په ایران کې د ورزشکارانو ترمنځ د شته ستونزو د ختمولو په موخه د یاد هیواد د تهران او قُم ښارونو ترڅنګ دا ځل مشهد ښار ته هم سفر وکړ.

په دې ناسته د ورزشکارانو د شته ستونزو او اختلافاتو په اړه د هغوی نظرونه او وړاندېزونه واورېدل شول او د ورزش ادارې د هیئت له لوري د ورزش د رهبرۍ په استازيتوب ډاډ ورکړل شو، چې د دوی یادې ستونزې او غوښتنې به تر راټولولو وروسته د ورزش ادارې له رهبري سره شریکې کړي.

په دې غونډه کې افغان مهاجر ورزشکاران اتحاد او یووالي ته راوبلل شول او پر هغوی یې غږ وکړ، چې ټول به په ګډه د یو واحد نظام تر چتر لاندې د هیواد او ورزش د پرمختګ لپاره کار کوو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS