د ورزش ادارې له خوا د رزمي ورزشونو درېوو مډال ګټونکو ورزشکارانو تود هرکلی وشو

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۷:۳۵
د ورزش ادارې له خوا د رزمي ورزشونو درېوو مډال ګټونکو ورزشکارانو تود هرکلی وشو

د افغانستان د رزمي ورزشونو درې تنه لوبغاړي د ايران هېواد په کوربتوب د رزمي ورزشونو نړيوالو سياليو کې د سرو زرو او سپينو زرو مډالونو له ګټلو وروسته نن هېواد ته راستانه شول، چې د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د مسولينو او د ورزش مينوالو له لوري يې تود هرکلی وشو.

د دې لوبغاړو د ښه راغلاست په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ياد رياست سلاکار قاري حيات الله رحماني، د نشراتو او عامه پوهاوي رييس اتل مشواڼي، د رزمي ورزشونو ملي فدراسيون رييس محمد يوسف مومند او د ورزش ګڼ شمېر مينوالو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د رزمي ورزشونو يادې نړيوالې سیالۍ د " ۲۰۲۵ بشردوستۍ نړیوالو سیاليو " په نوم د ایران هېواد په شهرستان کرمانشاه ښار کې د رزمي ورزشونو د اوسپورټ په بېلابېلو بڼو کې ترسره شوې، چې افغانستان پکې د ۲۷ مډالونو په ګټلو سره دويم مقام وګاټه.

په دغو سياليو کې د مډال ګټونکو افغان لوبغاړو له ډلې حسين نيازي او روهيد ابراهيمي خپلو ايراني او عراقي سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډالونه او عمر د سپينو زرو مډال وګاټه، چې نن هېواد ته راستانه شول او پاتې نور لوبغاړي به په نږدې راتلوونکي کې هېواد ته راشي.

د یادونې ده، چې په دغو سیالیو کې د ۱۲ هېوادونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې د فبروري پر ۱۱مه پيل او د همدې مياشتې پر ۱۵مه نېټه د ايران په لومړي، د افغانستان پر دويم مقام او د عراق په درېيم مقام ګټلو پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۲
Background image

خوست کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند متون ښار کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فري رنېنګ پارکور ټاکنیزې سیالۍ د نهو غوره ورزشکارانو په ټاکلو پای ته ورسېدې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱
Background image

خوست؛ مندوزیو ولسوالۍ کې د لوبغاړو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مندوزیو ولسوالۍ کې له پنځو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې مرکزي کلب په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۲:۵۹
Background image

زابل؛ شاجوي ولسوالي کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کانټاکټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکت سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

BACK TO NEWS