د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق په دوو جلا ناستو کې د خوست ولایت د ورزشي امریت له کارمندانو او د یاد ولایت د فدراسیونونو له استازو سره لیدنه وکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۳۰
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق په دوو جلا ناستو کې د خوست ولایت د ورزشي امریت له کارمندانو او د یاد ولایت د فدراسیونونو له استازو سره لیدنه وکړه

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق او ورسره مله پلاوي: د دفتر رئیس مولوي اسد بری، د پلان او پالیسي رئیس انجینر محمد حنیف حنفي، د نشراتو رئیس اتل مشواڼي په دوو جلا ناستو کې د خوست ولایت د ورزشي امریت له کارمندانو او د یاد ولایت د فدراسیونونو له استازو سره ولیدل.

په دې ناسته کې ښاغلي وثیق کارمندانو او د فدراسیون استازو ته وینا وکړه، لومړی یې د فوټسال ملي لوبډلې د نننۍ بریا مبارکي ورته وویله او زیاته یې کړه، چې د ورزش ادارې دویمي جوړښتونه د هیواد په ورزش کې مهم رول لري. خوست ولایت هم له هغو ولایتونو څخه دی، چې ورزش او ورزشکاران پکې ډېر دي. له همدې امله د ورزش ادارې له خوا هم خوست ولایت ته ځانګړې پاملرنه کیږي.

ښاغلي وثیق دوی ته زیاته کړه، چې تاسې په خپلو فعالیتونو کې د ا.ا.ا پالیسي مراعت کړئ او د ورزشکارانو د ورزشي روزنې ترڅنګ د هغوی فکري او اخلاقي روزنې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړئ؛ ترڅو داسې ورزشکاران ولرو، چې د ورزشي وړتیا ترڅنګ د اسلامي ارزښتونو او افغاني دود نماینده ګي هم وکړي.

ورپسې په نوبت سره د خوست ولایت د ورزشي امریت د کارمندانو او د یاد ولایت د فدراسیونونو د استازو وړاندېزونه، ستونزې او اړتیاوې واورېدل شوې. دوی د ورزش ادارې له رهبرۍ څخه وغوښتل، چې د خوست ولایت ورزشکارانو ته ورزشي جمنازیمونه، ورزشي میدانونه جوړ کړي؛ ځکه دې برخې ته یاد ولایت ډېره اړتیا لري. اداري کارمندانو او د فدراسیونونو استازو ځینې نورې ستونزې او اړتیاوې هم د ورزش ادارې له رهبري سره شریکې کړې.

د ورزش ادارې د رهبري له خوا دوی ته ډاډ ورکړل شو، چې ستونزو ته به یې رسېدنه کیږي او د ورزشي ځایونو د غوښتنې پر اړه دوی ته وویل شول، چې په خوست ولایت یو معیاري ورزشي کمپلکس په پام کې نیول شوی دی او کوښښ کیږي، چې کارونه یې ژر پیل شي.

یاده دې وي، چې د ورځې په جریان کې د ورزش ادارې رهبري د خوست ولایت له ځینو ورزشي کلبونو څخه هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS