د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق په ابوظبي کې د افغانستان له سفیر سره وکتل
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق په ابوظبي کې د افغانستان ا.ا له سفیر مولوي بدرالدین حقاني سره وکتل.
يه دې لیدنه کې دواړو لوریو د ورزشي اړیکو او د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
همدا راز د افغانستان سفیر ښاغلي حقاني په خبرو کې وویل، چې له کوربه هېواد سره به د ورزشي همکاري او همغږۍ رامنځته کولو په موخه پوره هڅه وکړي.
