د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د هرات د مخکښ پهلوان عبدالفتاح د مور فاتحه ترسره کړه

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۹:۳۸
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د هرات د مخکښ پهلوان عبدالفتاح د مور فاتحه ترسره کړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او ورسره مله پلاوي او د والیبال ملي فدراسیون رئیس سیدرحیم سادت د هرات ولایت د مشهور او مخکښ پهلوان عبدالفتاح پهلوان زاده د مور د مړینې له کبله نوموړي ته تسلیت ووایه او فاتحه یې ترسره کړه.

دغه تسلیت او فاتحه د ښاغلي پهلوان زاده په کور کې ترسره شوه، چې ترڅنګ یې ښاغلي وثیق د پهلوان زاده تېرې لاسته راوړنې وستایلې او د ورزش په برخه کې خدمتونه د قدر وړ وبلل.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلی عبدالفتاح پهلوان زاده په هرات ولایت کې د پهلوانۍ مخکښ او پیاوړی ورزشکار پاتې شوی دی، چې له نړیوالو سیالیو او کور دننه مسابقاتو ډېرې لاسته راوړنې لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۲۱
Background image

د افغانستان د ورزش ادارې عمومي رییس د روسیې د پاراالمپیک فدراسیون له رییس سره وکتل

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومی رییس مولوي احمد الله وثیق او ورسره پلاوي د روسیې د پاراالمپیک کمېټې له رئیس پاول الکسیویچ روژکوف سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د پارا المپیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۱۵
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې په نړۍواله جام او جشنواره کې سیرالیون ته ماته ورکړه

د افغانستان له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فوټبال نړۍ وال فدراسیون له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنواره کې خپله لومړۍ لوبه له سیرالیون هیواد څخه د ۱ـ ۲ ګولونو په توپیر وګټله.

په. . .

BACK TO NEWS