د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د لوګر ولایت له ورزشي امریت او کارمندانو څخه لیدنه وکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۹:۱۷
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د لوګر ولایت له ورزشي امریت او کارمندانو څخه لیدنه وکړه

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس مولوي احمد الله وثیق او ورسره مله پلاوي د خپل سفر په جریان کې د لوګر ولایت له ورزشي امریت، ورزشي جمنازیمونو او ځینو خصوصي کلبونو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي وثیق د یاد ولایت د ورزشي امریت کارمندانو ته په وینا کې وویل: په خپلو دندو کې له پوره صداقت څخه کار واخلئ. د ځینو نورو ولایتونو په نسبت لوګر ولایت ډېر ورزشي امکانات لري، کوشش وکړئ چې له دې امکاناتو بشپړه ګټه واخلئ او د ورزشکارانو په خدمت کې یې وکاروئ. د ورزشکارانو د جسمي روزنې ترڅنګ د هغوی اسلامي او اخلاقي روزنې ته هم پاملرنه وکړئ. ورزشي برنامو کې د سترعورت خیال وساتئ او لمونځونه په جماعت سره ترسره کوئ.

ورپسې د لوګر ولایت د ورزشي آمر مزمل نعیمزي له خوا د ورزش ادارې رهبري ته د لوګر ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت د لاسته راوړنو، امکاناتو او ورزشي لوبغالو او لوبغاړو پر اړه معلومات وړاندې شول. همداراز نعیمزي زیاته کړه: چې سږ کال په پام کې لرو، چې په لوګر ولایت کې د څلورو نویو فدراسیونونو فعالیتونه هم پیل کړو.

له یادې ناستې وروسته د ورزش ادارې رهبري د لوګر ولایت له ورزشي سټېډیوم، جمنازیمونو، فوټبال لوبغالي ته له ځانګړې شوې ځمکې لیدنه او ارزونه وکړه او هم یې په لوګر ولایت کې د اکسیژن بدن ښکلا نوي کلب او الهام فوټسال خصوصي لوبغالي څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS