د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د ترکیې هیواد له سفیر سره ولیدل

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۱:۱۹
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د ترکیې هیواد له سفیر سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د ترکیې هیواد له سفیر ښاغلي جنک اونال سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل، د دې لیدنې پر مهال د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د ورزش ادارې د رهبرۍ یو شمېر نورو غړو هم شتون درلود.

په پیل کې د ښاغلي وثیق له خوا د ترکیې هیواد سفیر ته ښه راغلاست وویل شو او هم یې د افغانستان په مختلفو برخو کې د ترکیې هیواد همکارۍ وستایلې، ښاغلي وثیق د افغانستان د ورزش وروستي لاسته راوړنې یادې کړې او هیله یې څرګنده کړه، چې افغانستان او ترکیه وکولی شي، په راتلونکې کې د ورزش په برخه کې ښې همکارۍ او اړیکې ولري.

د ترکیې هیواد سفیر جنک اونال د خبرو په پیل کې خوښي وښوده، چې د هیواد د ورزش ادارې له رهبري سره ګوري، ترڅنګ یې د افغانستان په مختلفو برخو کې د خپلو همکاریو یادونه وکړه، په ځانګړي ډول د تعلیم او افغان کډوالو په برخې کې یې خپلې همکارۍ څرګندې یادې کړې. همداراز ښاغلي اونال هیله څرګنده کړه، چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ په راتلونکې کې د ورزش په برخه کې هم همکارۍ پراخې شي او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به عملي کار پیل کړي، د نوموړي په وینا د فوټبال او اس ځغلونې په برخه کې د ګډو همکاریو چانسونه ډېر دي.

د غونډې په وروستیو کې د ورزش ادارې او فوټبال فدراسیون د فني او مسلکي مرستیال ښاغلي حافظ احمد جان ځدراڼ له خوا د افغانستان د فوټبال پر جوړښت او وروستیو لاسته راوړنو بشپړ معلومات وړاندې شول او ناسته په دعایه سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS