د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اندونیزیا هیواد د سرې میاشتې او مساجدو د شورا له رئیس سره ولیدل

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۱۷ - ۲۰:۱۳
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اندونیزیا هیواد د سرې میاشتې او مساجدو د شورا له رئیس سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق اندونیزیا ته د رسمي سفر په جریان کې د نوموړي هیواد د سرې مياشتې، د مساجدو د شورا رئیس او د اندونيزيا د جمهور رئیس پخواني مرستيال محمد يوسف کالا سره وليدل، چې په دغه لیدنه کې د افغانستان سفیر مولوي سعدالله بلوچ هم شتون درلود.

ښاغلي محمد یوسف کالا د هیواد د ورزش ادارې رئیس ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې وښوده، چې د افغانستان فوټسال لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو کې ګډون وکړ، نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان ورزش په وروستیو کې ډېر پرمختګ کړی.

نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان د ښه امنيت تعريف وکړ، همداراز یې زیاته کړه چې دوه کاله وړاندې افغانستان ته په رسمي سفر راغلی و له هغه سفره ډېرې ښې خاطرې لري او بیا هم غواړي چې افغانستان ته ولاړ شي.

ښاغلي محمد یوسف په خپلو خبرو کې وویل، چې دی به د اندونیزیا د سپورټ له وزارت سره خبرې وکړي، چې د افغانستان او اندونیریا ورزشي اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

په پای کې د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس ښاغلي وثیق د نوموړي له ښه نېت څخه مننه وکړه او د افغانستان د وروستیو ورزشي لاسته راوړنو پر اړه یې معلومات شریک کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۵
Background image

خوست؛ ګربز ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګربز ولسوالۍ کې له اوو کلبونو د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سلف ډفنس سبک سیالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پایله کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۲۶
Background image

کابل کې د ۵۵ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې سيالۍ وشوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د اوبو ورزشونو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په باران اوبو ورزشي مجتمع کې د کابل ولايت له بېلابېلو پوهنتونونو ۵۵ لامبو وهونکو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۲۴
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS