د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق او ورسره پلاوي یې د قطر هیواد د ورزش له وزیر سره ولیدل

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲۳
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق او ورسره پلاوي یې د قطر هیواد د ورزش له وزیر سره ولیدل

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د یاد ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ ورسره مله پلاوي او په قطر هیواد کې د افغانستان سفیر ډاکټر محمد نعیم وردګ د قطر هیواد د ورزش له وزیر الشيخ حمد بن خليفة بن احمد آل ثاني سره لیدنه وکړه، چې د نوموړي هیواد د ورزش وزارت د ورزش د پراختیا رئیس محمد عیسی الحرمي هم شتون درلود.

په دې لیدنه کې لومړی ښاغلي وثیق د فغانستان د ورزش په اړه معلومات وړاندې کړل او هم یې د وروستیو ورزشي لاسته راوړنو یادونه وکړه، مولوي وثیق په خبرو کې وویل، چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په ټول هیواد کې بشپړ امن راغلی او د امن له برکته اوس په افغانستان کې ورزش ته غوره زمینه مساعده ده او د بهرنیو سیالیو کوربتوب ته فرصتونه موجود دي.

ورپسې د قطر هیواد د ورزش وزیر ښاغلي الشيخ حمد بن خليفة بن احمد آل ثاني وینا وکړه، نوموړي د افغانستان د ورزش رهبري ته ښه راغلاست ووایه او هم یې د افغانستان د ورزش په وروستیو لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه. ښاغلي احمد آل ثاني په خپلو خبرو کې د افغانستان له ورزش سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې " موږ مخکې هم د افغانستان له ورزش سره همکارۍ کړې دي او راتلونکې کې هم د افغانستان له ورزش سره همکاري خپل ویاړ بولو. "

د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او ورسره مل پلاوی دوه ورځې وړاندې د قطر هیواد په رسمي بلنه یاد هیواد ته تللی دی او تمه ده دوه ورځې به نور هم د نوموړي هیواد له ورزشي مسولینو سره لیده کاته وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رحيمي کمپ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۲۹
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د چهاردرې ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري د دې ولسوالۍ په نوآباد سیمه کې د اووه لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

کندز کې د ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند باغ شرکت سیمه کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د سییمه ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ٥٠ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS