د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د عزیزي شرکت له مشر میرویس عزیزي سره وکتل

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۷
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د عزیزي شرکت له مشر میرویس عزیزي سره وکتل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق له ملي پانګوال او د عزیزي شرکت له مشر میرویس عزیزي سره وکتل.

د دې لیدنې پر مهال، ښاغلي عزیزي د هیواد وروستۍ ورزشي لاسته راوړنې او پرمختګونه وستایل، په وینا یې وروستیو ورزشي پرمختګونو ته په کتو، هیله من دی، چې افغانستان به په نږدې راتلونکې کې پر نړیواله سطحه مختلفې ورزشي لوبډلې ولري.

مولوي احمدالله وثیق د ورزش په پرمختګ کې د ملي پانګوالو، تجارانو او خصوصي سکتور ملاتړ اړین وباله او له ښاغلي عزیزي څخه یې مننه وکړه، چې د هیواد د ورزش حمایت کوي.

ښاغلي عزیزي هم خپله ځانګړې علاقه له ورزش سره وښوده، د ورزش ادارې عمومي رئیس ته یې ډاډ ورکړ، چې په نږدې راتلونکې کې به د ورزشي لوبډلو مالي ملاتړ او د ورزشي اماکنو جوړولو په برخه کې همکاري څرګنده کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو متحد سبک سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۵
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حکیم خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS