د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د ترکمنستان هیواد له سرکنسول باتر یولوف سره ولیدل

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۹:۳۴
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د ترکمنستان هیواد له سرکنسول باتر یولوف سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي مولوي احمد الله وثیق په هرات کې د ترکمنستان هیواد له سرکنسول باتر یولوف سره ولیدل، په دې لیدنه کې د هرات ولایت د ورزش ادارې رئیس مفتي عبدالرحیم رحماني، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مشاور ګلاب الدین خپلواک، د یاد ریاست د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي، د فني او مسلکي ریاست سرپرست حمیدالله صافي شتون درلود.

د ناستې په پیل کې د ترکمنستان سرکنسول خبرې وکړې هغه وویل: ترکمنستان له افغانستان سره پر سیاسي اړیکو سربېره فرهنګي او ورزشي اړیکو ته هم لېوالتیا لري او په وینا یې مخکې یې هم د ورزش په برخه کې ښې برنامې درلودلې دي. ښاغلي باتر یولوف خوښي وښوده، چې د افغانستان د ورزش ادارې له عمومي رئیس سره ګوري او هیله یې څرګنده کړه، چې په اینده کې د مشترکو ورزشي برنامو لپاره لا غښتلي ګامونه واخلي.

د هیواد د ورزش ادارې رئیس ښاغلي وثیق هم خوښي وښوده، چې ترکمنستان هیواد له افغانستان سره د ورزشي اړیکو او همکارۍ لېوالتیا لري زیاته یې کړه: " ترکمنستان هیواد له ا.ا سره ډېرې ښې اړیکې لري، موږ مخکې هم ورزشي اړیکې درلودلې دي، په راتلونکې کې هم چمتو یوو، چې دغه روابط پیاوړي کړو. تاسې په هرات ولایت کې زموږ د ځینو ورزشي برنامو حمایت کړی چې د ستاینې وړ دی."

د غونډې په پای کې دواړو لوریو د ورزشي اړيکو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ او ناسته ستر رب ته د لاسونو په لپه کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د گردېز ښار په پکتیا سنوکر کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱۶
Background image

ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پچیراګام ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د زمرخېلو ټایګر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱۱
Background image

لغمان کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ده زیارت کلي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د واليبال سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS