د ورزش ادارې عمومي رئیس د هرات د فدراسیونونو او ولسوالیو له ورزشي استازو سره ناسته وکړه

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۷:۳۳
د ورزش ادارې عمومي رئیس د هرات د فدراسیونونو او ولسوالیو له ورزشي استازو سره ناسته وکړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس، مولوي احمدالله وثيق او ورسره مله پلاوي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د فدراسيونونو او ولسوالیو له ورزشي استازو سره ناسته وکړه.

د‌ دغې ناستې په پيل کې د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست رئيس، مفتي عبدالرحيم رحماني مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، موږ به خپل ټول شته امکانات د خپلو ورزشکارانو په خدمت کې مصرف کړو.

دغه راز د فدراسيونونو په استازولۍ احمد جاوېد رسولي د WTF فدراسیون استازي خبرې وکړې او وې ويل، د هېواد د ورزش ادارې د ځانګړې پاملرنې له امله د هرات ولايت په ورزش کې مثبت بدلون راغلی دی او زياته يې کړه، چې په دې وروستیو کې ورزشکارانو نوې انګېزه اخيستې او موږ ورزش ادارې ته پوره ډاډ ورکوو، چې د هېواد د ملي او ولايتي سياليو په جوړولو کې به هر ډول همکاري وکړو.

همدارنګه د ولسواليو د ورزشي استازو په استازیتوب بیا سيد تواب ګيلاني وويل، زموږ اکثره اتلان له ولسواليو څخه ولايتي سياليو او بیا نړیوالو سياليو ته لار مومي؛ نو د ولسواليو ورزش ته بايد لا زياته پاملرنه وشي او دې ورزشکارانو ته نورې اسانتياوې برابرې شي.

د ناستې په پای کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس ښاغلي احمدالله وثيق، د فدراسيونونو او ولسوالیو له ورزشي استازو څخه د مننې ترڅنګ وويل، په دې وروستيو کې د هېواد ورزش په ملي او نړيواله کچه زياته وده کړې ده او ښې لاسته راوړنې لري.

دغه راز نوموړي زياته کړه، چې د ورزشکارانو په دې لاسته راوړونو کې د فدراسيونونو او ولسوالیو د ورزشي استازو رول جوت دی، ځکه، همدوی دي، چې ورزشکاران روزي او بیا هغوی په ملي او نړيواله کچه مډالونه ګټي. ښاغلي وثیق یو ځل بیا ټولو ورزشکارانو او د ورزشي فدراسیونونو استازو ته ډاډ ورکړ، چې د ورزش ادارې په واک کې ټول شته امکانات به د ورزش د ودې لپاره کارول کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS