د ورزش ادارې عمومي رئیس او ورسره مل پلاوو د محمد حامد میوند د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۹:۲۶
د ورزش ادارې عمومي رئیس او ورسره مل پلاوو د محمد حامد میوند د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

د ورزش ادارې عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د دغې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختری، د فوټبال ملي فډراسیون رئیس محمد یوسف کارګر او نورور مسولینو د فوټبال فډراسیون د تخنیک ډایرکټر محمد حامد میوند د فاتحې او غم‌شریکی په مراسمو کې ګډون وکړ. دغه مراسم په فوټبال ملي فدراسیون کې نیول شوي وو.

د غم شریکي په دغو مراسمو کې ښاغلي وثیق وویل« محمد حامد میوند یو نېک او پرهېزګار انسان و، تل به په جومات کې تر ټولو وړاندې موجود و، د نوموړي په مړینه له زړه خواشینی یم. الله تعالی دې ورته جنتونه نصیب کړي. کورنۍ ته یې ډاډ ورکوم، چې هغه یو نېک مسلمان و او ټول یې په ښه نوم یادوي دا د ده د کورنۍ لپاره ستر اعزاز دی. د ورزش اداره به د ده له کورنۍ او اولاد سره تل همکاره وي او د زامنو د تعلیم او روزنې په برخه کې به یې بشپړه همکاري وکړي.

مرحوم محمد حامد میوند د فوټبال فدراسیون د تخنیک ډایرکټر، د لوبغاړو او روزونکو استاد، صادق او متعهد شخص و چې د فوټبال په فدراسیون کې به د یو نه ستړي کیدونکي شخص په صفت تل د لوبغاړو، روزونکو او مسولینو په یاد وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۳۱
Background image

کابل؛ د سامبو کورش دوه افغان لوبڅاران به د اسیا المپيکي سياليو کې د لوبڅارۍ په موخه جاپان ته ولاړ شي

د سامبو کورش دوه ملي او نړيوال لوبڅاران، اسدالله تاجک او صديق الله نعمت به سبا ( چهارشنبه، د تلې لومړۍ) د ۲۰۲۶ اسيا المپيکي سياليو کې د سامبو کورش سياليو د لوبڅارۍ په موخه جاپان هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۸
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۷
Background image

د ووشو دوه افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماته ورکړه

د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو ووشو برخه کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلې دویمې سیالۍ له اندونیزیایي سیالانو وګټلې او. . .

BACK TO NEWS