د ورزش ادارې رهبري د جورجیا هیواد د بایسکل ځغلونې له پخواني روزونکي او سیلاني نودر بریدز سره وکتل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۷:۱۶
د ورزش ادارې رهبري د جورجیا هیواد د بایسکل ځغلونې له پخواني روزونکي او سیلاني نودر بریدز سره وکتل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي احمد الله وثیق په خپل کاري دفتر کې له جورجیا هیواد څخه راغلي سیلاني او د بایسکل ځغلونې پخواني روزونکي نودر بریدز سره وکتل. په دې لیدنه کې د ورزش ادارې فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د کابل ولایت د ورزش ریاست رئیس مولوي عتیق الله خالد، د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، د نشراتو رئیس اتل مشواڼي، د بایسکل ځغلونې فدراسیون رئیس سید نبي الله سادات او د المپیک د اړیکو مسول ارشاد الحق صدیقي هم شتون درلود.

په دې لیدنه کې لومړی د ښاغلي مولوي احمد الله وثیق له لوري راغلي مېلمه ته ښه راغلاست وویل شو او هم یې د خپلو خبرو په جریان کې یادونه وکړه، چې د ا.ا له حاکمیت وروسته د امن له برکته په افغانستان کې ورزش خورا پرمختګ کړی دی. ښاغلي وثیق نودر بریدز ته ډاډ ورکړ، چې د ورزش په برخه کې به نوموړي ته هر ډول سهولت برابر شي او ورزشي برنامو کې به ورته د اشتراک بلنه ورکړل شي.

ښاغلي نودر بریدز په خپلو خبرو کې افغانستان ته په راتګ خوښي وښوده او څرګنده یې کړه، چې د نړۍ نږدې شلو هیوادونو ته یې ورزشي سفرونه کړي دي، چې افغانستان ته راتګ یې تر ټولو خوږه خاطره تشکیلوي، نوموړي د ورزش ادارې له رهبري هم مننه وکړه، چې په ورزشي برنامو کې د ده د ګډون بلنه یې ومنله او هیله یې څرګنده کړه، چې دلته په پلازمېنه کابل کې به د بایسکل ځغلونې په ځینو ورزشي برنامو کې ګډون وکړي او خپلې تجربې به له افغان ورزشکارانو سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۹
Background image

هلمند؛ په‌ مرکز لښکرګاه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري، د ياد ولايت د مرکز اړوند سرې پوستې سیمه کي د ١٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې يوه مياشت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳
Background image

کندز؛ دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د څلور نیم میلیونه افغانیو په لګښت د فوټبال لوبغالی جوړ شو

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د حاجي سردار محمد احساس په مالي لګښت د څلور نیم میلونه افغانیو په ارزښت په مصنوعي چمن سمبال د فوټبال یو لوبغالی جوړ او د لوبو کولو لپاره چمتو شو.

په. . .

BACK TO NEWS