د ورزشي وضعیت د ارزولو په موخه د غزني اندړو ولسوالۍ ته د المپیک ملي کمېټې او سپورټ د عمومي رئيس سفر

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۰:۳
د ورزشي وضعیت د ارزولو په موخه د غزني اندړو ولسوالۍ ته د المپیک ملي کمېټې او سپورټ د عمومي رئيس سفر

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ورزشي وضعیت د ارزولو په موخه دې ولایت اندړو ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يې له وروزشکارانو سره تر لیدنې وروسته له نږدې د نېزه وهنې د سیالۍ ننداره هم وکړه.

د المپیک ملي کمېتې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق سره په دې سفر کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني، فني او مسلکي رئيس عبدالمومن راد، د مشورتي بورډ غړی سیدمبشر هاشمي، د غزني ولایت د اطلاعات او فرهنګ رئيس مولوي حمیدالله نثار او د غزني ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمر حاجي بلال مجاهد هم ملتیا کوي.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس پر پلازمېنې سره بیره ولایتونو، ولسوالیو او کلیو ته د ورزش د رسولو په موخه د غزني ولایت د مرکز د ورزشکارانو د ستونزو اورېدلو او ورزشي وضعیت تر ازرولو وروسته د دې ولایت اندړو ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يې د ورزشکارانو ستونزې، غوښتنې واورېدې او ډاډ يې څرګند کړ، چې هڅه کوي، د هیواد ټولو برخو ته په متوازن ډول ورزش ورسوي او ډېر پام به يې هغو سیمو ته وي، چې په تېر کې له پامه غورځېدلې وې.

یاده دې وي، چې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق غزني ولایت ته د خپل سفر پر مهال تېره ورځ د دې ولایت په مرکز علي لالا سیمه کې د تېر کال د سېلابونو او بارانونو له امله د فوټبال زیانمن شوی میدان، د بیا رغاونې له چارو وروسته یوځل بیا د شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانیست.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

بلخ؛ کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲۹
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

BACK TO NEWS