د هېواد په ختیځ زون کې د دودیزو لوبو د ژوندي کولو، پرمختګ او پراختیا د روزنیز سمینار دویمه ورځ پای ته ورسېده
په ننګرهار ولایت کې د هېواد د مشرقي زون په کچه د دودیزو لوبو د ژوندي کولو، پراختیا او پرمختګ د روزنیز سمینار په دویمه ورځ د فرهنګي ارزښتونو په توګه د دودیزو لوبو په ارزښت خبرې وشوې او ګډونوالو ته یې د ځینو لوبو نندارې وړاندې کړې.
همدارنګه د سمینار د دویمې ورځې په اوږدو کې د دودیزو لوبو د ښه پېژندلو په موخه معلوماتي فورمې ووېشل شوې.
په یادو معلوماتي فورمو کې د لغمان، کونړ، ننګرهار او نورستان ولایتونو ورزشي مسؤولینو د دې ولایتونو په کلیو او ولسوالیو کې د شته دودیزو لوبو پر اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست به د دې معلوماتي فورمو له مخې په مشرقي زون کې د شته دودیزو لوبو احصایه تر لاسه او په راتلونکې کې به د دې لوبو د پراختیا او پرمختګ لپاره تګلارې جوړې او عملي ګامونه به پورته کړي.
د سمینار به اوږدو کې ګډونوالو ځینو پوښتنې هم مطرح کړې او د سمینار وړاندې کوونکو ورته ځوابونه ورکړل.
په پام کې ده له یاد روزنیز سمینار وروسته په مشرقي زون کې د دودیزو لوبو د پراختیا په موخه د بدني روزنې او سپورت ریاست تللی پلاوی به ولسوالیو او کلیو ته د مشرقي زون د دودیزو لوبو د لیدلو لپاره سفرونه هم ولري.
د یادونې وړ ده، چې د سمینار د دویمې ورځې په پای کې په ګډونوالو ورزشي جامې هم ووېشل شوې.
