د هېواد ورزش ادارې په اسيايي سياليو کې د رزمي ورزشونو مډال ګټونکي ورزشکاران وستايل

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۴۹
د هېواد ورزش ادارې په اسيايي سياليو کې د رزمي ورزشونو مډال ګټونکي ورزشکاران وستايل

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د ازبکستان په کوربتوب د رزمي ورزشونو اسيايي سياليو ته د لارموندنې څلورم پړاو او نويو ځوانانو اسيايي سياليو کې مډال ګټونکي ورزشکاران د المپيک ملي کمېټې د غونډو په تالار کې د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د ډاليو په ورکړې سره وستایل.

په دغه ستاينغونډه کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د يادې ادارې د رهبرۍ غړو، د ا.ا.ا مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت، د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع، د رزمي ورزشونو ملي فدراسیون رئیس عبدالواسع قيومي، د رهبرۍ غړو او يو شمير ورزشکارانو ګډون کړی و.

يادې ستاينغونډې ته د وينا پر مهال د هېواد ورزش ادارې د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري وويل، خوښ يم چې يو ځل بیا د داسې يوې غونډې شاهد يم او زياته يې کړه، چې افغان ورزشکارانو په ډېرو کمو امکاناتو سره سترې لاسته رواړنې لرلي دي، چې دغه کړنو يې نړيوال هم حيران کړي دي.

دغه راز د ا.ا.ا مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت وويل، د وياړ ځای دی چې زموږ ورزشکاران او ځوانان په نړيواله کچه مډالونه او افتخارات ګټي او زياته يې کړه، چې ورزشکاران بايد نور هم کوښښ وکړي، ترڅو په نړيوالو ميدانونو کې د افغانستان ښه استازولي وکړي.

همدارنګه د ا.ا.ا د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع، مډال ګټونکو ورزشکارانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل، د ورزش اداره کې يو ښه رهبري قايمه ده، چې تر خپل ټول توان سره ستاسو ملاتړ کوي.

د رزمي ورزشونو اسيايي سياليو ته د لارموندنې څلورم پړاو کې ۱۳ افغان ورزشکارانو، څلور روزونکو او يو پلاوي ګډون کړی و چې له ډلې يې سمیع الله حميدي د سپينو زرو مډال، نصرت جلالي، واصل مردان، احمد رضا ايماق او پرويز کاپيسا‌وال د برنزو مډالونه ترلاسه کړل.

دغه راز د نويو ځوانانو اسيايي سياليو کې بیا پنځه ورزشکارانو، يو روزونکي او يو پلاوي ګډون کړی و، چې روحيد ستانکزي پکې د سپينو زرو مډال او محمد قاسمي پکې د برونزو مډال ګټونکی شو.

په ټوله کې له يادو سياليو څخه افغان ورزشکارانو ۲ د سپينو زرو مډالونه او ۵ د برنزو مډالونه ترلاسه کړل.

د ويلو ده چې، يادې سيالۍ د ازبکستان په کوربتوب ترسره شوې، چې د رزمي ورزشونو د نويو ځوانانو اسيايي سياليو کې يې د افغانستان په ګډون له ۲۰ زياتو هېوادونو ګډون کړی و او د روان میلادي کال د می مياشتې له ۱۶ مې نيټې يې تر ۲۰ مې دوام وکړ او آسيايي سياليو ته د لارموندنې سياليو کې بیا ۲۳ هېوادونو ګډون کړی و، چې د همدې مياشتې له ۲۲ مې تر ۲۴مې نيټې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۳۹
Background image

جوزجان؛ فيض اباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په فيض اباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۳۷
Background image

جوزجان؛ منګجک ولسوالۍ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د منګجک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د يادې ولسوالۍ په هارون کلي کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۳۵
Background image

جوزجان؛ اقچه ولسوالۍ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اقچې ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د يادې ولسوالۍ په کولبقال کلي کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS