د هېواد د څلور ولایتونو د ورزشي ادارو له لوري د هرات زلزله ځپلیو ته د قرانکریم ختم ترسره او د مرستو راټولو کمپاین پیل شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۰:۱۵
د هېواد د څلور ولایتونو د ورزشي ادارو له لوري د هرات زلزله ځپلیو ته د قرانکریم ختم ترسره او د مرستو راټولو کمپاین پیل شو

په سرپل، هلمند، غور او سمنګان ولایتونو کې تېره ورځ د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپليو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ په موخه د قرانکریم ختم وشو او د مرستو راټولو کمپاین پیل شو.

په دغو پرګرامونو کې، چې د یادو ولایتونو د ورزشي ادارو د بېلابېلو فدراسیونونو له لوري په جلا ـ جلا ډول ترسره شول، وزرشي او حکومتي مسوولینو، اطلاعات او کلتور، ښاروالي او د دې ولایتونو چارواکو ګډون درلود.

د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د تېرې شنبې په ورځ د خطرناکې زلزلې له کبله تر ۴زرو زیاتو کسانو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ څو کلي په بشپړه توګه ویجاړ شول.

د یادولو ده، چې د ولایتونو د ورزشي ادارو له لوري راټولې شوې مرستې به د راتلونکې شنبې په ورځ د ورزش مرکزي ادارې ته واستول شي، چې وروسته به له دې ځای څخه د هرات د زلزله ځپليو د لاسنیوي په موخه دې ولایت وته واستول شي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS