د هېواد د ورزش ادارې رهبري د بلخ ولایت له ورزش ریاست څخه لیدنه وکړه

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۷:۵۱
د هېواد د ورزش ادارې رهبري د بلخ ولایت له ورزش ریاست څخه لیدنه وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او ورسره مل پلاوي يې بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له د بدني روزنې او ورزش ریاست له اداري کارکوونکو، اداري ودانۍ او ورزشي اماکنو څخه لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، ورزشي ستر سلاکار قاري حیات الله رحماني او ورسره مل پلاوي، د بلخ ولایت د ورزش رئیس مولوي نور علم بدر، د ياد رياست د بېلابېلو ورزشي برخو استازو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

د لیدنې په پیل کې د بلخ ولایت د بېلابېلو ورزشي فدراسیونونو استازو د هېواد د ورزش ادارې رهبري ته د ښه راغلاست ترڅنګ خوښي وښوده او مننه یې وکړه، چې د دغه ولایت د ورزشي وضعیت د لیدلو لپاره یې ياد ولايت ته سفر کړی دی.

د بېلابېلو ورزشي فدراسیونونو استازو د بلخ ولایت د مختلفو ورزشي فعالیتونو او پرمختګونو پر اړه خبرې وکړې او هیله یې وښوده چې د ورزش لا ودې لپاره د ورزشکارانو ملاتړ وشي.

ښاغلي وثیق هم په ملي او نړۍواله کچه د ياد ولايت د ورزشکارانو هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د ورزشکارانو د عصريې، ورزشي اماکنو د جوړولو او تشکیلاتي برخو کې به له دوی سره د توان تر کچې همکاري کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو متحد سبک سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۵
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حکیم خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS