د هېواد د ورزش ادارې رهبري او د فوټبال فدراسیون رئیس، د فوټبال ملي لوبډلې د پرمختګ په اړه ګډه ناسته وکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۳:۵۰
د هېواد د ورزش ادارې رهبري او د فوټبال فدراسیون رئیس، د فوټبال ملي لوبډلې د پرمختګ په اړه ګډه ناسته وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ او د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ستونزو ته د رسېدنې او د دوی د اړتیاوو د پوره کولو او تنظیمولو لپاره ګډه ناسته وکړه.

په دغې ناسته کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون او ملي لوبډلو پر وروستیو فعالیتونو خبرې وشوې او همداراز په سعودي عربستان کې د ورزش ادارې له مشرتابه سره د افغان فوټبال ملي لوبغاړو د لیدنې پر مهال د هغوی په اورېدل شویو ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو بحث او خبرې وشوې.

په یاده ګډه ناسته کې د فوټبال ملي لوبډلې د لا پیاوړتیا او د لوبغاړو غوښتنو، ستونزو او وړاندیزونو ته په وخت رسېدنې ټینګار وشو او دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د پیاوړتیا لپاره به له هر ډول ممکنه لارو کار اخلي او هڅه به کوي، چې د افغان ورزشکارانو هر ډول ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د لوبغاړو د هڅولو په موخه به د دوی پر معقولو غوښتنو او وړاندیزونو غور کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ څه وخت وړاندې سعودي عربستان ته د سفر پر مهال د افغان فوټبال ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ولیدل؛ د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او ډاډ ورکړل شو، چې په دغه برخه کې به ورسره بشپړه همکاري وشي.a

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS