د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د وزلوبې فدراسیون له رئیس او استازو سره ولیدل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۸:۵۰
د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د وزلوبې فدراسیون له رئیس او استازو سره ولیدل

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي مولوي احمد الله وثیق د وزلوبې فدراسیون له رئیس سید سرور جلال او د یاد فدراسیون له استازو سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبري نور غړي هم شامل وو.

د غونډې پیل د قرانکریم په مبارکو ایتونو سره وشو. ورپسې په ترتیب سره د وزلوبې فدراسیون فني او مسلکي معاون سنګ چارکي، د سمنګان ولایت د فدراسیون نماینده او د وزلوبې فدراسیون ویاند حاجي زاده، مولوي راسخ، د نېزه بازي لوبې استازي مولوي عبدالرحمن ویناوې وکړې.

ویناوالو مولوي احمد الله وثیق ته د نوي مسؤلیت مبارکي ورکړه، ترڅنګ یې د وزلوبې فدراسیون په تشکیل، لوبو، لیګونو او لاسته راوړنو هر اړخیر معلومات وړاندې کړل. د دوی په وینا وزلوبه په هیواد کې یوه له هغو لوبو څخه ده، چې هم یې ورزشکاران ډېر دي او هم خورا ډېر مینوال لري. دوی د ورزش ادارې له رهبري څخه د همکاري او ځینو ستونزو د حل غوښتنه هم وکړه.

د غونډې په پای کې مولوي احمد الله وثیق وینا وکړه، نوموړي وویل: ستاسې له راتګ او نظریاتو مننه کوم، زه دلته د خدمت په نېت ټاکل شوی یم او دلته ستاسې او د ورزش په خدمت کې یم او کله به هم ستړی نه شم.

ښاغلي وثیق زیاته کړه: زه له وزلوبې سره له پخوا بلد یم او له ښه مرغه ورسره اشنایي لرم، ستاسې وړاندیزونه او غوښتنې مې واورېدې، هڅه کوم، چې ټولو غوښتنو او وړاندیزونو ته مو د امکان تر حده رسیده ګي وکړم. موږ به کوښښ وکړو، چې وزلوبه په افغانستان کې نوره هم پراخه کړو او هم په نړیوالو لوبو کې ورته د ګډون زیات فرصتونه برابر کړو.

ښاغلي وثیق د وزلوبې فدراسیون له استازو وغوښتل، چې په پوره اخلاص خدمت وکړي او د افغانستان د امن او سولې اوسنی انځور په ښه ډول نړیوالو ته ورسوي.

غونډه ستر رب ته په دعا سره پای ته ورسېده

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS