د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د فوټبال ملي لوبډلې له روزونکي اشلي ویسټ ووډ او لوبډلمشر سره ولیدل

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۰:۵۴
د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د فوټبال ملي لوبډلې له روزونکي اشلي ویسټ ووډ او لوبډلمشر سره ولیدل

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د فوټبال ملي لوبډلې له انګلستاني روزونکي اشلي ویسټ ووډ او لوبډلمشر اسلام الدین امیري سره ولیدل،په دې لیدنه کې، چې په فوټبال ملي فدراسیون کې ترسره شوه، د بدني روزني او سپورټ عمومي رياست او فوټبال فدراسیون فني مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ هم ګډون کړی و.

ښاغلي وثیق په دې لیدنه کې د اشلي ویسټ ووډ هڅې وستایلې او له خپل اړخه یې پوره ډاډ ورکړ، چې تر خپلې وسې پورې به اسانتیاوې ورته برابروي. همدا ډول یې د فوټبال ملي لوبډلې د لوبډلمشر اسلام الدین امیري هڅې، لوبې او لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې.

په دې ناسته کې د ورزش ادارې د عمومي رئیس له خوا په هیواد کې د وروستیو ورزشي بریاوو یادونه هم وشوه، له اسیایي المپیکي لوبو څخه پر مډالونو ګټلو بحث وشو او هم د فوټسال ملي لوبډلې وروستۍ ستره بریا د پام وړ او مهمه وبلل شوه.

د ناستې په پای کې د ښاغلي وثیق له خوا د فوټبال ملي لوبډلې انګلستاني روزونکي اشلي ویسټ ووډ ته له افغاني دود سره سم، چپن ور واغوستل شوه او هم ورته د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ورزشي لباس ډالۍ شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS