د هیواد د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست يوه پلاوي کونړ ولايت ته سفر وکړ

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۱:۳۶
د هیواد د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست يوه پلاوي کونړ ولايت ته سفر وکړ

دغه پلاوي په کونړ ولايت کې د بدني روزنې او ورزش آمريت د غصب شوې ځمکې د ارزونې او همدا راز د کونړ د کرکټ بورډ له ادارې سره د ځمکې د ستونزې د حل او د دوسیې د بشپړېدو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

د تیر نظام پر مهال د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند ځمکه د یو شمېر چارواکو او زورواکو له خوا غصب او همدا راز پر یوې برخې یې د کرکټ لوبغالی جوړ شوی و، په پایله د اسنادو له مخې ثابته شوه، چې د یاد لوبغالي ځمکه د کونړ په ورزشي آمريت پورې اړه لري او دوسیه یې په مرحله وار ډول سره بشپړه شوه.

یاد پلاوی په همدې موخه کونړ ولایت ته رسیدلی، ترڅو دغه دوسیه وروستۍ او ستونزه د تل لپاره حل کړي.

د ذکر شوي پلاوي په ترکیپ کې، چې کونړ ولایت ته یې سفر کړی، د هيواد د بدني روزنې او ورزش د عمومي رياست ورزشي سلاکار حیات الله رحماني ،حقوقي سلاکار انجنیر سيد رسول افغاني او د پلان او پالیسۍ ریاست انجنیر ګډون لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۵۲
Background image

د تکواندو اته کسیزه لوبډله اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه

د افغانستان تکواندو اته کسیزه لوبډله، چې دوه روزونکي او شپږ ورزشکاران پکې شامل دي، اسیایي سیالیو ته د لار موندنې په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه.

دغې لوبډلې له تګ وړاندې د هېواد د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ییزې غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۸
Background image

ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې له دوو لوبډلو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایله کې. . .

BACK TO NEWS