د هيواد فوټسال ملي لوبډلې د اسيا هيوادونو فوټسال جام سياليو په لومړۍ لوبه کې له ايران هيواد ماتې وخوړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۱:۲۳
د هيواد فوټسال ملي لوبډلې د اسيا هيوادونو فوټسال جام سياليو په لومړۍ لوبه کې له ايران هيواد ماتې وخوړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسيا هيوادونو د فوټسال جام سياليو په لړ کې، په خپله لومړنۍ سيالۍ کې له ايران هيواد څخه د ۳_۱ ګولونو په توپير ماتې وخوړه.

د اسيا هيوادونو د فوټسال جام سيالۍ د تايلنډ هيواد په کوربتوب په څلورو ګروپونو کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي او افغانستان په ډي ګروپ کې له ايران، بحرين او کويټ هيوادنو سره سيالۍ ترسره کوي.

د يادونې وړ ده چې افغان لوبډله خپله دويمه لوبه د ثور مياشتې پر لومړۍ نېټه له کويټ سره ترسره کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS