د هندوکش ورزشي ټولنې د کیک بوکسینګ سیالۍ پای ته ورسیدې
په پلازمېنه کابل کې د هندوکش ورزشي ټولنې د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ سیالۍ پای ته ورسیدې.
دغه سیالۍ د امریکا د وتلو ( ۹ سنبله) په مناسبت پیل شوې وې او موخه یې په ورزشي ډګر کې د ځوانانو پرمختګ، نوي استعدادونه په ګوته کول او د ځوانانو ظرفیت لوړول وو.
د سیالیو په پای کې د کیک بوکسنګ ملي فدراسیون له لوري پیاوړي لوبغاړي او د سیالیو یو شمېر ترتیب کوونکي په ستاینلیکونو ونازول شول.
