د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ وشوې
په دغو سیالیو کې د ګرمسیر او مارجه ولسوالیو سربیره د لښکرګاه ښار لوبډلو هم ګډون درلود، چې ټولې لس لوبډلې وې.
د یادو سیالیو پایلوبې ته اعظیمي والیبال لوبډله او ورزش امریت والیبال لوبډله لاره پیدا کړه.
اعظیمي والیبال لوبډله وتوانیده، چې لومړی مقام خپل کړي او د سیالیو اتله شي.
یاده دې وي چې دا څوم ځل دی چې په یاد ولایت کې د ولسوالیو تر منځ دا ډول سیالۍ جوړېږي.
تیر ځل هم په ګرمسیر او مارجه ولسوالیو کې ورته پروګرامونه جوړ شوي وو او دا لړۍ به دوام ولري.
