د هلمند ولایت د والیبال فدراسیون د والیبال یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره کړه

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۱۵:۲۰
د هلمند ولایت د والیبال فدراسیون د والیبال یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره کړه

په یادو سیالیو کې څلور لوبډلو ګډون کړی وو چې عظیمي والیبال لوبډلې په کې لومړی مقام ترلاسه کړ.

دغه سیالۍ د غازي محمدایوب خان مېني ورزشی جمنازیوم کې د یوې ورځې لپاره تر سره شوې چې په پای کې لوبډلو او لوبغاړو ته جایزې هم ورکړي شوې.

دغه راز د دغه ولایت د کیک بوکس فدراسیون ۱۱ تنه ورزشکارانو ته تور کمبربندونه هم وتړل شول.

ورزشکارانو ته د تور کمربند ورکولو پروګرام په مرکز کابل کې د کیک بوکس فدراسیون مشر عبدالرقیب هوتک له لورې ترتیب شوی و چې د هلمند ۱۱ تنو ورزشکارانو ته یې د روزونکو سندونه ورکړل.

د کیک بکس فدراسیون هیله ښودلې چې په راتلونکې کې به هېواد او د هلمند ځوانانو ته د ورزش په ډګر کې د خدمت جوګه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۸
Background image

کندز کې د فوټبال الف ليگ پيل شو

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال ملي فدراسیون په ګډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليګ پيل شو.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د مهين م.درسې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۳:۱۷
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۴۰ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

BACK TO NEWS