د هلمند ورزشي امریت د تکواندو فدراسیون مشر ستاینه وکړه

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۳:۴۸
د هلمند ورزشي امریت د تکواندو فدراسیون مشر ستاینه وکړه

د هلمند ولایت ورزشي امریت د تکواندو فدراسیون مشر استاد فرید احمد مبارز له لاسته راوړنو ستاینه وکړه او نوموړی یې تقدیر کړ.

په همدې مناسبت جوړ شویو مراسمو کې د هلمند ورزشي مسؤولینو، د فدراسیونونو مشرانو، رزونکو او ورزشکارانو ګډون درلود.

فرید احمد مبارز د کوریا درې سندونه او همداراز د افغانستان تکواندو ملي لوبډلې څلور سندونه لري.

د دې پروګرام په پیل کې د تکواندو او جمناسټیک فدراسیونو ورزشکارانو جالب نمایشونه ترسره کړل چې په پای کې د ورزش ادارې مسؤلینو، فدراسیونو رئیسانو، روزونکو او ورزشکارانو د ګلانو او ډالیو سره فرید احمد ته د دې ویاړ مبارکي وویله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۰
Background image

پکتيا؛ څمکنيو ولسوالۍ کې د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کېک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۹
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست لهدلوري د یاد ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ٢٥ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ړلوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ١٩ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS