د هرات ولایت د بډمنټون منتخبې لوبډلې ټاکلو سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۹:۴۳
د هرات ولایت د بډمنټون منتخبې لوبډلې ټاکلو سیالۍ پای ته ورسېدې

د هرات ولایت د بډمنټون منتخبې لوبډلې سیالۍ، چې د دوو ورځو لپاره په درې وزني کټګوریو کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ پیل شوې وې، نن یکشنبه د نهو لوبغاړو په غوراوي پای ته ورسېدې. په یادو سیالیو کې له ایران هیواد څخه ۴ تنو افغان کډوالو هم ګډون کړی و.

د دې سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي، د هرات ولایت د بدني روزنې او سپورټ رئیس مولوي محمد فایق فاضل، د بډمنټون فدراسیون رئیس ارشادالحق صدیقي، د هرات د بډمنټون فدراسیون سرپرست محمد جاوېد رسولي، ورزشکارانو او د بډمنټون لوبې مینوال اشتراک کړی و.

د پای مراسمو ته اتل مشواڼي وینا وکړه، نوموړي وویل د ا.ا د راتګ او سرتاسري سولې له برکته د هیواد ورزش خورا پرمختګ کړی. د ورزش اداره کوښښ کوي، چې ټولو ورزشي څانګو ته د فعالیت غوره زمینه مساعده کړي، په ځانګړي ډول هغو فدراسیونونو ته توجه وکړي، چې پخوا ورته ډېره پاملرنه نه وه شوې. نوموړي په خبرو کې زیاته کړه، چې د بډمنټون لوبه په افغانستان کې د غوړېدو په حال کې ده او په نږدې راتلونکې کې به یې ملي انتخابي سیالۍ هم ترسره شي.

د یادو سیالیو موخه د هرات ولایت د بډمنټون منتخبې لوبډلې ټاکل و، چې په پایله کې یې د نویو ځوانانو په کټګورۍ کې توحیدالله حبیبي، مطیع الله یلاني، متین سخي زاده ، د ځوانانو په کټګورۍ کې حامد حبیبي، بلال یارزاده، مشتاق همتي او د لویانو په کټګورۍ کې مهدي مهدوي، حامد رسولي، احمد الله انتخاب شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS