د هرات مرکز کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو دبيلو تي اف ټاکنيزې سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۱۱
د هرات مرکز کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو دبيلو تي اف ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو دبيلو تي اف دوويشتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ په کيورګي او پومسه سبکونو ترسره شوې، چې په پايله ۳۲ ورزشکاران د ياد ولايت د تکواندو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادو سياليو موخه د هرات ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د هلمند فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د هلمند فوټبال غوره لیګ سیالۍ د بارک هلمند لوبډلې په اتلولی پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۱۷
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جمال ناصر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۱۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو او- سپورټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو. . .

BACK TO NEWS