د هاکي فدارسيون درې کسيزه ډله د یخ پر مخ د هاکي په تمريناتي کمپ کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړه
د هيواد د هاکي فدراسيون درې کسيزه ډله ( يو لوبغاړی، يو روزونکی او يو هيئت) د ازبکستان هيواد د یخ پر مخ د هاکي لوبې په تمريناتي کمپ کې د ګډون په موخه نن سهار د ورزش ادارې له مشرتابه الحاج مولوي عبدالودود حقاني سره تر ليدو وروسته ازبکستان هيواد ته روانه شوه.
په دې ليدنې کې د المپيک ملي کمېټې اجرائيه رئيس داد محمد پاينده اختري او د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست د نشراتو رئيس او وياند اتل مشواڼی هم موجود و. ياد د يخ پر مخ د هاکي تمريناتي کمپ د اسيا د المپيک کمېټې له خوا د ازبکستان په تاشکند ښار کې د جولای مياشتې له ۳۱ د اګسټ تر ۷ مې پورې جوړ شوی دی، چې ۴۵ اسيايي ملکونه ورته بلل شوي دي.
په دې تمريناتي کمپ کې له افغانستان څخه د لومړي ځل لپاره درې تنه: محمد الياس ماليار ورزشکار، خالد ځاځی روزونکی او محمد عمر عزيزي هيئت ګډون کوي.
