د هانګ جو د اسيايي لوبو د مشال سپارلو مراسم ترسره شول
د هانګ جو د اسيايي لوبو د مشال سپارلو مراسم د سپټمبر په څلورمې نېټې د چين د "جه جيانګ" ولایت په " نينګ بو " ښار کې ترسره شول، چې په دې سره به د دغو لوبو څه باندې ۲۰۰۰ مشالونه د جه جیانګ ولایت ۱۱ ښارونو ته وليږدول شي او دا په دې مانا ده، چې د دغو لوبو د مشال د لېږدولو فعاليت ته د تياري چارې بشپړې شوې دي.
د هانګ جو د اسیايي لوبو مشال په چيني ژبه د " شين هوه " په نوم نومول شوی، چې لوړوالی يې ۷۳۰ ميلي متره او وزن يې ۱۲۰۰ ګرامه ښودل شوی دی.
د دغه مشال پاسنۍ برخه په طلايي او منځنۍ او لاندېنۍ برخه يې په ارغواني رنګونو پوښل شوې ده او په ( ليانګ جو) کولتوري ځانګړتياوو ډيزاين شوی، چې د چیني ملت د پنځه زره کلن تاريخ د ثبوت ښکارندويي کوي.
د معلوماتو له مخې، د هانګ جو د اسيايي لوبو د مشال د ليږدولو فعاليت به د روانې مياشتې پر اتمې نېټې په هانګ جو ښار کې پيل شي.
