د نیمروز فوټسال لوبډلې په ایران کې د سولې جام سیالیو کې درېیم مقام ترلاسه کړ
د ایران هېواد په سیستان او بلوچستان ښارونو کې د سولې جام په نوم د درې لوبډلو ترمنځ د فوټسال دویم پړاو سیالیو کې د نیمروز فوټسال لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ.
په دغو سیالیو کې د نیمروز فوټسال لوبډلې دوې لوبې ترسره کړې، چې یوه مساوي او بله لوبه یې وګټله.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کول و، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
