د نیمروز فوټسال غوره لیګ د شهیدانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد
د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او فوټبال فدراسیون په ګډه همغږۍ، د یاد ولایت د زرنج ښار په شهید همایون جمنازیوم کې د کب میاشتې په ۳مه نېټه د فوټسال غوره لیګ پیل او تېره ورځ د شهیدانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
په نوموړيو سیالیو کې، چې د لیګ په شکل ترسره شوې، ۱۰ لوبډلو ګډون کړی و او نږدې یوه میاشت یې دوام وکړ. د دغه لیګ پایلوبې ته د شهیدانو او استقلال لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې شهیدانو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۵-۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د یاد لیګ اتلولي او لومړی مقام یې خپل کړل.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته وده او پراختیا ورکول، د ځوانانو هڅونه او یووالی یاد شوی دی.
