د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د دوولسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۱۴:۳۶
د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د دوولسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د بدني روزنې او ورزش ریاست په هغمږۍ، د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې او د ځوانانو د سالمې تفریح په موخه د دوولسو لوبډلو ترمنځ د ټيپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د سدیس سوپر کینګ او حیدرخیلو ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، سدیس لوبډلې په نهو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډې هدف کېښوود، حیدرخېلو لوبډلو د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۱۵ منډې جوړې او لوبه یې سدیس لوبډلې ته وبایلله.

د سیالیو دویمه لوبه به نن ورځ د عثمان ایګل او سلیم توپان لوبډلو ترمنځ ترسره شي، ټولې سیالۍ به ۱۵ ورځې دوام ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS